راپورونه وايي، یمن کې د سعودي عربستان یوه چورلکه په نښه شوې، چې له امله یې ۱۲ تنه پوځیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د یمن د پلازمېنې صنعا ختیځ لور ته په مارب ایالت کې رامنځ ته شوې ده.
د یمن دفاع وزارت ویلي، دفاعي ځواک یې د دغه بلک هاک ډوله چورلکې په پېژندلو کې تېروتنه کړې، چې د لوېدو له امله د منځه تللې ده.
ویل کېږي، په چورلکه کې سپاره ټول ۱۲ پوځیان وژل شوي چې ویل کېږي ځینې افسران هم په کې شامل و.
د سعودي عربستان چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي، چې د غورځېدو د لاملونو د موندلو په اړه پلټنې روانې دي.
جمهورآژانس:کابل