۰

افغان حکومت له روسیې د پوځي همکاریو غوښتنه کړې ده

دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د ریاست ریس محمد اشرف حیدري وايي له روسیې یې غوښتي، چې له افغان حکومت سره پوځي همکاري وکړي.
افغان حکومت له روسیې د پوځي همکاریو غوښتنه کړې ده
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د ریاست ریس محمد اشرف حیدري وايي له روسیې یې غوښتي، چې له افغان حکومت سره پوځي همکاري وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د روسیې تاس خبري آژانس ته ویلي دغه غوښتنه یې د مسکو په غونډه کې د ګډون پر مهال له روسي چارواکو سره مطرح کړې.
نوموړي ویلي له چې له روسي چارواکو یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز او تعلیم لپاره پرهمکارۍ غور وکړي.
هغه وايي، له روسي چارواکو غوښتي چې د افغان پوځ د چورلکو په ترمیم او بیا جوړونه کې خپله مرسته و نه سپموي او په دې برخه کې د روسیې ځواب ته سترګې په لار دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین