امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل پولیس چارواکي وايي، ماین مقناطسي ماین د ملي شورا د لوژستیک په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل