۰
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت:

د افغانستان پخوانۍ او تاریخي پولې باید معلومې او په رسمیت و پېژندل شي

يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۶
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور ليوال، وايي د افغانستان پخوانۍ او تاریخي پولې باید معلومې او په رسمیت و پېژندل شي.
د افغانستان پخوانۍ او تاریخي پولې باید معلومې او په رسمیت و پېژندل شي
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور ليوال، وايي د افغانستان پخوانۍ او تاریخي پولې باید معلومې او په رسمیت و پېژندل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي لېوال ، چي نن کندهار ته تللی و دغه څرګندونې د دې ولایت له چارواکو سره په یوه ناسته کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او پاکستان د اصلي پولې د معلومولو لپاره باید هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې له پاکستان سره فرضي او مخکینۍ کرښه ورته د منلو وړ نه ده؛ ځکه د پاکستان تر جوړېدو وړاندې افغانستان خپله ټاکلې کرښه لرله او هغه بايد رسميت پيدا کړي.
نوموړى وايي؛ اوسنۍ کرښه د افغانانو پر وجود د استعمار يوه رسۍ ده، چې هېڅ کله د زغملو نه ده.
په ورته وخت کې د کندهار قومي مشر محمد رحيم ویلي، چې په سرحدي سيمو کي خلک د افغانستان د حکومت له خدمتونو بې برخې دي نو ځکه خلک له حکومته ملاتړ نه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین