۰

حامد کرزي کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۲
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روسیې فدراسیون له سفیر الکساندر مانتیتیسکي سره په خپل دفتر کې وکتل.
حامد کرزي کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روسیې فدراسیون له سفیر الکساندر مانتیتیسکي سره په خپل دفتر کې وکتل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي د دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه کتنه تېره ورځ مازیګر مهال تر سره شوه.
خبرپانه کې راغلي، په دغه کتنه کې د روسیې سفیر د مسکو د غونډې په اړه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره جوړه شوې وه، حامد کرزي ته معلومات ورکړل.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي کرزي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره د روسیې د ابتکار ملاتړ وکړ او هغه یې وستایه.
خبرپانه وايي، کرزي د افغانستان د ستونزې د حل لار د سولې بین الافغاني خبرې وبللې او جنګ او د وسلو استعمال یې د افغانانو په زیان وباله.
حامد کرزي هیله وښوده چې مسکو په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین