چارواکي وايي، افغان پوله ساتو ځواکونو هغه شپږ زمریان چې نسل یې په نړۍ کې نه پیدا کېدونکی دی او قاچاق وړونکو غوښتل پاکستان ته یې قاچاق کړي، نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرحدي ځواکونو دغه زمریان تېره ورځ د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیولي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د زمريانو په منځ کې درې نارينه او درې يې ښځينه دي او قاچاق کوونکو يې په ډيره ماهرانه توګه د بار وړونکو لاريو په منځ قفسونه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې پاکستان ته یې قاچاق کړي.
نوموړي زیاتوي، چې چي د زمريانو دغه نسل په نړۍ کې نه پیدا کیدونکی دی او يوازې په افغانستان کې شته چې قاچاق کوونکو له ازاد طبيعت څخه نيولي و.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې سرحدي پولیسو یو تن د قاچاق کوونکو سره د همکاری په تور نیولی خو د زمریانو اصلي قاچاق کوونکو د نیول کېدو هڅې روانې دي.
دی وايي، ولايت مقام د موضوع جدي پلټنه پيل کړې تر څو معلومه شي چې زمريان د جنوبي ولايتونو په کومو سيو کې نيول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل