۰
ووټل:

امریکا هڅه کوي له طالبانو سره د روسې د اړیکو په اړه شواهد پیدا کړي

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۹
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، په دې کې هېڅ شک نشته، چې روسیه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
امریکا هڅه کوي له طالبانو سره د روسې د اړیکو په اړه شواهد پیدا کړي
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، په دې کې هېڅ شک نشته، چې روسیه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ووټل دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې ته په خبرو کې کړې دي.
جنرال ووټل زیاته کړې، امریکا هڅه کوي چې په دې اړه اسناد او شواهد پیدا کړي، خو په دې کې شک نشته چې روسیه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې دوی د افغانستان حالت څاري او پر دې مشورې روانې دي چې دغه هېواد ته نور ځواکونه ولېږل شي که نه.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې نورو امریکايي چارواکو هم په روسیه ورته تور پورې کړی و، خو روسیې په هر وار دغه تورنه رد کړي دي.
روسیې ویلي، چې له طالبانو سره یې اړیکې هغوی ته د مشروعیت د ورکولو په مانا نه دي، بلکې غواړي هغوی د افغان سولې خبرو ته وهڅوي.
روسي چارواکو ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې ماته خوړلې او اوس د خپلې ماتې پړه غواړي پر نورو هېوادونو واچوي.
جمهورآژانۍ:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین