۰
کرزی:

چین کولی شي د سترو پروژو د پلي کولو له لارې په سیمه کې ثبات راولي

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، چین کولی شي د سترو پروژو د پلي کولو له لارې په سیمه کې ثبات راولي.
چین کولی شي د سترو پروژو د پلي کولو له لارې په سیمه کې ثبات راولي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، چین کولی شي د سترو پروژو د پلي کولو له لارې په سیمه کې ثبات راولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې تېره ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه کمربند یوې لارې تر نامه لاندې د چین د سترې پروژې په تړاو به جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.
هغه زیاته کړې، چې دا پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره مهمه ده بلکې په ۲۱مه پېړۍ کې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو ستر کار او مهم ګام دی.
خلیل کرزي ویلي، چې چین د ورېښمو لارې په څېر د سترو پروژو په پلي کولو سره کولی شي د نړۍ لرې هېوادونه سره نېږدې کړي او په سیمه کې اقتصادي تحرک رامنځ ته کړي.
کرزي ویلي، چین کولی شي د خپلو پراخو پلانونو له لارې په سیمه کې نا امني ختمه، ثبات رامنځ ته او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.
یو کمربند یوه لار د چین ستره پروژه ده چې له په مرسته به یې ګڼ اروپايي او اسیايي هېوادونه د سترو سرکونو او رېل پټلیو وسیله سره وتړل شي.
باید وویل شي، چې چین د دغه پروژې د تکمیل لپاره ۴۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین