۰

روسیې او ایران د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۷
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
روسیې او ایران د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو غوښتنه کړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین او روحاني تېره ورځ په کریملین کې له کتنې وروسته دغه غوښتنه کړې او په ګډه یې یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په دې ګډه اعلامیه کې پوتین ویلي، چې له روحاني سره یې د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې او د ملي پخلاینې پر اهمیت یې ټينګار کړی دی.
نوموړي ویلي، روسیه باور لري چې ایران د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رغنده خبرو د پیلېدو په هدف د مسکو د فبرورۍ د میاشتې په غونډه کې په نړیوالو څو اړخیزو هلوځلو کې په ګډون ګټوره ونډه واخیسته.
پوتین او روحاني د افغانستان د وضعیت پر خرابېدو، او په دغه هیواد کې د سختدریځو ډلو له لوري د تروریستي خطرونو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې روسیه او ایران د افغانستان د دولتولۍ له ټینګښت، د یوه سوله ییز، دیموکرات، خپلواک او سوکاله دولت په توګه له دغه هیواد سره مرستې ته دوام ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین