۰

ډاکترعبدالله له پوهنې وزارته د ټول خالي بستونه ډکولو غوښتنه کړي

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۹
د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له پوهنې وزارته غوښتي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دې وزارت ټول خالي بستونه ډک او د نویو ښوونکو د استخدام زمینه برابره کړي.
ډاکترعبدالله له پوهنې وزارته د ټول خالي بستونه ډکولو غوښتنه کړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له پوهنې وزارته غوښتي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دې وزارت ټول خالي بستونه ډک او د نویو ښوونکو د استخدام زمینه برابره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله دغه غوښتنه د پوهنې او مالیې د وزارتونو له چارواکو سره په لیدنه کې کړې ده.
سرچینه وايي، د پوهنې د وزیر اسدالله حنیف بلخي له خولې ویل شوي چې په ټولیزه توګه تر ۴۰ زرو ډیرو ښوونکو ته اړتیا لري.
د پوهنې وزیر زیاته کړې، چې په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې باید ۱۶ زره ښوونکي استخدام شي.
باید وویل شي، چې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون تېرکال اعلان کړی و چې د پوهنې وزارت کې ۱۳ زره پوستونه خالي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین