۰

جرمني کې یو افغان طالب قوماندان نیول شوی دی

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۲
د جرمني پولیس وايي، د افغان وسله والو طالبانو یو قوماندان یې د ۱۶ امریکايي سرتېرو د وژنې په تور نیولی دی.
جرمني کې یو افغان طالب قوماندان نیول شوی دی
د جرمني پولیس وايي، د افغان وسله والو طالبانو یو قوماندان یې د ۱۶ امریکايي سرتېرو د وژنې په تور نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمنې رسنیو ویلي، نیول شوي طالب قوماندان عبدالله نومېږي او ۳۰ کاله عمر لري.
د جرمني پولیسو ویلي، چې عبدالله طالب قوماندان یې تېره اورنۍ د جرمني بورای ښار کې نیولی او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.
جرمني څارنوالي ویلي، چې قوماندان عبدالله په ۲۰۰۲ میلادي کې له طالبانو سره یو ځای او په ۲۰۰۴ کال کې د څوکسیزه وسله والو طالبانو قوماندان شو.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه طالب قوماندان پر نورو بریدونو سربېره د افغان او امریکايي ځواکونو په یوه کاروان په برید کې هم لاس درلود، چې په ترڅ کې یې ۱۶ امریکايي او افغان سرتېري وژل شوي و.
ویل کېږي، دغه طالب قوماندان لومړی پاکستان او له هغه ځایه بیا د بالکان هېوادونو له لارې جرمني ته د یوه عادي افغان په توګه ورغلی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین