۰

د ختیځ زون له پاره د افغانستان بانک رییس پر کور چاپه وهل شوې

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، د ختیځ زون له پاره «د افغانستان بانګ» د رییس په کور د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا عملیات شوي.
د ختیځ زون له پاره د افغانستان بانک رییس پر کور چاپه وهل شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، د ختیځ زون له پاره «د افغانستان بانګ» د رییس په کور د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا عملیات شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه دوه بجې د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ د کوټې تاران په سیمه کې د ختیځ زون له پاره د افغانستان بانګ د رییس مولوي احمدزي پر کور عملیات کړي.
خوږیاڼي وايي، په دغه عملیاتو کې د مولوي احمدزي، زامن، وروڼه، ورېرونه او یو مېلمه نیول شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.
خو د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې د سعد، ذکرالله او ضیاالله په نومونو درې تنه وژل شوي او ۱۸ نور نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د عملیاتو موخه د ځینو هغه کسانو نیول و، چې له داعش سره په تړاو تورن شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین