۰

ځینې امریکايي سناتورانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو غوښتنه کړې

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
ځینې امریکايي سناتورانو له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې او په همدې موخه یې یوه طرحه جوړه کړې ده.
ځینې امریکايي سناتورانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو غوښتنه کړې
ځینې امریکايي سناتورانو له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې او په همدې موخه یې یوه طرحه جوړه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طرحه د دوه امریکايي سناتورانو والتر جان او جان ګراماندي له شپږو نورو سناتورانو سره په ګډه جوړه کړې او ویلي یې دي، چې امریکايي عسکر دې نور له افغانستانه راویستل شي.
دوی وايي، د امریکا له کلونو راهیسې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګېدل، سلګونه امریکايي عسکر مړه شول، خو د دې ټولو پایله نا معلومه ده.
جان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اوس د دې وخت دی چې امریکايي ځواکونو له افغانستان وایستل شي او پر دغه موضوع له سره خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې نور دې د امریکا پیسې په افغانستان کې په جګړه نه لګول کېږي.
دغه امریکايي سناتورانو پر داسې مهال له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو طرحه جوړه کړې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن څو ورځې وړاندې سنا ته ویلي، د دې له پاره چې د افغانستان امنیت کابو شي، باید نور امریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.
هغه درې ورځې وړاندې یو برېتانوي ورځپانې ته هم ویلي، چې که غواړو په افغانستان کې جګړه وګټو باید لږ تر لږه ۵ زره نور سرتېري باید دغه هېواد ته ولېږل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین