۰

حزب اسلامي د خپلو ۶ سترو قومندانانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۷
حزب اسلامي په لومړۍ ډله خوشې کېدونکو زندانیانو کې د خپلو شپږو لوړ پوړو قوماندانانو د ازادېدو غوښتنه کړې، خو حکومت په دې برخه کې پر څلورو تنو توافق کړی.
حزب اسلامي د خپلو ۶ سترو قومندانانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده
حزب اسلامي په لومړۍ ډله خوشې کېدونکو زندانیانو کې د خپلو شپږو لوړ پوړو قوماندانانو د ازادېدو غوښتنه کړې، خو حکومت په دې برخه کې پر څلورو تنو توافق کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حزب اسلامی د مرکچي پلاوي غړی قریب الرحمن سعید وايي، تر راتلونکې اونۍ د اویا سیاسي زندانیانو پر خوشي کېدو توافق شوی دی.
د حزب اسلامي مرکچي پلاوی وایي، د اپریل میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې به کابل ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ ټول تدابیر بشپړ او له هغه وروسته به نوموړی راڅرګند شي.
چارواکي وایي، د حزب اسلامي د کډوالو لپاره د استوګنې ځمکه هم مشخصه شوې او ډير ژر به یې په واک کې ورکړل شي.
باید وویل شي، د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې توافقنامې پر اساس ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي ټول سیاسي زندا نیان له توافق وروسته په دوه میاشتو کې خوشي شي، خو دغه پروسه د پیچلو اداري مراحلو له امله ځنډېدلې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین