۰

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان پر امنیت خبرې وشي

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۲
د روانې وري یا حمل میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیت او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې خبرې کېږي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان پر امنیت خبرې وشي
د روانې وري یا حمل میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیت او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې خبرې کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، دغه غونډه د وري میاشتې په شپاړسمه تر سره شي، خو د ناټو سرچینې وايي، د ځینو بوختیاو او نورو نړیوالو معاملو له امله دا غونډه رامخکې کړل شوې ده.
په کابل کې د ناټو د ملکي دفتر يوه چارواکي ویلي، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې د دغه سازمان د غوڅ ملاتړ ماموريت په اړه کومه ځانګړې غونډه نه کېږي، خو په وینا یې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د افغانستان پر ثبات او له ترهګرۍ سره پر روانې مبارزې خبرې وکړي.
سرچینې ویلي، چې د سازمان سکرتر جنرال له غونډې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ټېلرسن سره خبرې کړې او له هغه سره په مشوره د غونډې نېټه وړاندې شوې وه.
ټاکل شوې ده چې د روان زېږديز کال د مې په ٢٥مه د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي او د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې به د سرمشريزې پر اجنډا هم کار کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین