۰
د امریکا د سوداګرۍ ځانګړی استازی:

امریکا د سوداګریزو ستونزو په حل کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده

چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د امریکا د سوداګرۍ فوق العاد استازی مایل دیلیني وايي، امریکا سوداګریزه ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.
امریکا د سوداګریزو ستونزو په حل کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده
د امریکا د سوداګرۍ فوق العاد استازی مایل دیلیني وايي، امریکا سوداګریزه ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دیلیني دغه څرګندونې ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د افغانستان د سوداګر وزارت چارواکو سره په یوه ناسته کې کړې دي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ چارواکو و ویلي، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د اقتصادي راکړې ورکړې لړۍ د هر کال په تېرو سره مخ په ښه کېدو ده.
مایکل دیلیني و ویل، چې امریکا تېر کال افغانستان ته د ۹۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلود، پداسې حال کې چې له افغانستان نه بیا امریکا ته د ۳۴ میلیونو په ارزښت توکي صادر شوي وو.
نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه دا وه، تر څو افغان لوري ته ډاډ ورکړي، چې د اقتصادي پرمختګ او ودې په برخه کې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه او د افغانانو د ژوند ښه کولو ته ژمنه ده
د امریکا د سوداګرۍ فوق العاده استازي مایکل دیلیني دا هم ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د تړون یا اپټا د ښه تطبیق په خاطر امریکا هڅه کوي ترڅو دواړه خواووې دوه اړخیزه مذاکراتو وبولي.
په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ښه شوې، خو لا هم امریکايي پانګوال هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي حقجو وویل "په دې برخه کې د امریکا همکاري راسره ده، څو د افغانستان تجارت په معیاري او بنیادي ډول ورغوو او د امریکا او اروپا په څیر زموږ صادرات د مارکیټ د تقاضا په اساس چمتو او صادر شي."
باید و ویل شي، چې د افغانستان سره د تجارت او ترانزیت په برخې کې د امریکا تازه ژمنې هم د تیفا د قرار داد یوه برخه ده.
متحده ایالات د ٢٠٠۴ کال نه راهیسې د افغانستان سره د تیفا یا تجارت او پانگونې چوکات تر نوم لاندې د تجارتي راکړې ورکړې قرارداد لاسلیک کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین