سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې او له سیمې څخه تښتېدلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په زیارت سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د یادې سیمې یو تن اوسېدونکي رحمت الله خپله مېرمن په ډزو وژلې او خپله تښتېدلی دی.
نوموړي ویلي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې او پلټنې لا هم روانې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار