۰

ننګرهار کې ۱۸ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ تنه وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر پروسې سره یو ځای شول.
ننګرهار کې ۱۸ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ تنه وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر پروسې سره یو ځای شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د ملي امنیت ادارې په هڅو له دولت سره یو ځای شوي او ورسره وسلې یې دولت ته وسپارلې.
سرچینه زیاتوي، د سولې له بهیر سره دغه یو ځای شویو طالبانو د ننګرهار په بټي کوت او غني خېلو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کاوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یو ځای شوې ډلې مشر بختو خان نومېږي او د سولې بهیر سره د یو ځای کېدو پر مهال یې درې میله راکټ انداز، یو لونداز، یو سل ډزی او نهه میله کلاشنکوفونه هم دولت ته وسپارل.
خبرپاڼه وايي، د یو ځای شویو طالبانو په استازیتوب راز محمد و ویل، چې دوی د پاکستان له لوري د جهاد په نوم ورنکارو فعالیتونو ته هڅول کېدل او د هېواد د ورانولو له پاره یې هر ډولې وسلې په واک کې ورکولې.
دغه طالبانو ویلي، چې پاکستاني مسوولينو ورته تل د سړکونو، پلونو، ښوونځيو ورانولو او عامه ځايونو کې د چاودونو لارښوونې کولې او په دې وروستيو کې يې هڅولو تر څو د درونټې تونل او د درونټي برېښنا بند کې چاودنې رامنځته کړو.
په خبرپاڼه کې د دوی له قوله دا هم راغلي چې په لومړيو کې يې خپلو فعاليتونو ته د جهاد نوم ورکاوو خو وروسته يې فکر وکړ چې دوی له خپلو خلکو او خپلې خاورې سره ظلم او خيانت کوي نو ځکه له مخالفته لاس پر سر شول.
خبرپاڼه وايي، د سولې له بهير سره يو ځای شوو وسله والو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له خپل هېواد او خاورې ساتنه کوي او د ملي پوځ په خوا کې به د افغانستان له دښمنانو سره وجنګېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین