۰

حنیف اتمر د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره ویډیويي خبرې وکړې

سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۶
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا محتده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
حنیف اتمر د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره ویډیويي خبرې وکړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا محتده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ویډیويي خبرې نن د یوه ساعت له پاره شوې او پر بېلا بېلو موضوعاتو په کې بحث شوی دی.
د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو غاړو د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سولې پر تامین او د افغانستان او متحدو ایالتونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسی او امنیتي اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې موافقه وشوه، چې د تخنیکي کچې کاري ډلې د هوکړه شویو موضوعاتو د تطبیق په اړه دوه اړخیزې مخامخ ناستې وکړي
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان او متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ به د همغږۍ دا ډول ویډیو کنفرانسونه په راتلونکې کې هم دوام ولري.
باید وویل شي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره، د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر هم حضور درلود.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین