۰
پوځي چارواکي:

هلمند کې ۲۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
په هلمند کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د یوه هوايي برید پر مهال ۲۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې  ۲۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په هلمند کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د یوه هوايي برید پر مهال ۲۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې د میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن محمد رسول ځاځی زیاتوي، چې دغه عملیات تېره ورځ ناوخته په نادعلي ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه ولسوالۍ کې وسله وال طالبان سره راټول شوي و، او پلان یې درلود، چې ډلیز برید تر سره کړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ او برید یې پرې وکړ.
د ځاځي په خبره په دغه برید کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه یې ټپیان او دغه راز یې یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤول دا هم وايي، چې په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپل منځي اختلافات زیات شوي او خپلمنځي جګړه يې کړې یې څلور طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د قاري پوستې په سيمه کې نهه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
.جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین