۰
هلمند:

د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو دوه فابریکې له منځه وړل شوې

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۴
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو دوه سترې کارخانې له منځه وړې دي.
د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو دوه فابریکې له منځه وړل شوې
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو دوه سترې کارخانې له منځه وړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن ولي محمد احمدزی وايي، دغه کارخانې یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له منځه وړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځانګړو افغان ځواکونو د نوزاد ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات تر سره کړل، چې پر مهال یې دوه سوه بیلره نشه يې توکي او د نشه یي توکو د پروسس کیمیاوي مواد له منځه وړل شوي دي.
احمدزي ویلي، چې د نشه يی توکو په دغه دوه سترو فابریکو کې چې د ده په وینا د نړیوالو مارکیټونو لپاره په کې د نشه يې توکو د پروسس او بسته بندې کېدله او ارزښت يې تر شپږ میلیونو ډالرو هم لوړ وو له منځه وړل شوي دي.
ده زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د مخالفینو او قاچاق کوونکو ګډ د سوق او ادارې مرکز، چې په مخابرو او کمپټرونو مجهز وو او د جنوبي ولایتونو په کچه يې عملیات رهبري کول هم مو له منځه وړي دي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین