۰

ننګرهار کې ۴ سوه جرېبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۳
په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین په پیل سره پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
ننګرهار کې ۴ سوه جرېبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین په پیل سره پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کښتونه، پرون په بټي کوټ، روداتو، غني خیلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت ضد کمپاین پیل شو.
د خبرپاڼې له مخې په همدې لړ کې په بټي کوټ او روداتو کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې ریس وايي، د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې به د کوکنارو ټول کښتونه له منځه یوسي او په بدل کې به یې له خلکو سره د بیا رغونې په برخه کې مرستې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین