۰

د افغانستان او پاکستان د ملکي استازو تر منځ غونده پیلېږي

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۲
د افغانستان او پاکستان د ملکي استازو تر منځ به درې ورځنۍ غونډه نن په اسلام آباد کې پیل شي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو رغول ښودل شوي.
د افغانستان او پاکستان د ملکي استازو تر منځ غونده پیلېږي
د افغانستان او پاکستان د ملکي استازو تر منځ به درې ورځنۍ غونډه نن په اسلام آباد کې پیل شي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو رغول ښودل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه درې ورځنۍ غونډه کې به د دواړو هېوادونو پارلماني غړي، پخواني چارواکي، د مدني ټولنو غړي او د رسنیو استازي برخه واخلي.
غونډه به نن دوشنبې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د څېړنو او امنیت خپلواک تحقیقاتي مرکز او کابل مېشت د ښځو او سولې د مطالعاتو ټولنه له خوا پیل شي.
دوی به په دغه ناست کې هڅه وکړي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلې اړیکې له منځه لاړې شي او د اړیکو د نېږدوالي پر لارو چارو به خبرې وکړي.
د غونډې تنظیموونکي وايي، د دوی هدف دا دی چې د دوه اړخیزو مسایلو په اړه پوهاوی زیات کړي، د ولسونو ترمنځ باور ډېر کړي او بې باوري او شکونه ختم کړي.
د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو او پارلمانونو استازي به دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره هم و ویني.
ځیني به یې د پاکستان په دوو سترو پوهنتونونو کې محصلانو ته ویناوې هم وکړي.
باید وویل شي، چې دوی تېره میاشت په کابل کې غونډه وکړه او په لړ کې یې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو د خلکو د لوړو ګټو په خاطر په اوسنیو شرایطو کې له زغم او حوصلې کار واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین