۰

ولسمشر غني د برېتانیا بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې وکړې

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس سره د تلېفوني خبرو پر مهال په لندن کې شوی برید وغانده.
ولسمشر غني د برېتانیا بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس سره د تلېفوني خبرو پر مهال په لندن کې شوی برید وغانده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د لند پارلمان ته څېرمه د یو څو کسانو له خوا برید وشو، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د برېتانیا دغه برید یو ځل بیا وغانده، د ترهګر يې د ټول بشريت لپاره ګواښ وباله او دواړو هېوادونو له خوا د ترهګرۍ په ضد پر ګډې همکارۍ يې ټينګار وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني د کابل او لندن ترمنځ اړيکې د افغانستان او سيمې لپاره مهمې وبللې.
په ورته وخت کې د برتانيې د بهرنيو چارو وزير د ولسمشر غني له غمشريکۍ په مننې په يادو موضوعات کې د لا زياتو همکاريو تر څنګ د خپل هېواد په استازيتوب د افغانستان له دولت او خلکو څخه پر دوامدار ملاتړ ټينګار وکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین