۰
اروپايي اتحادیه:

په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره بايد د معافيت فرهنګ محوه شي

يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲
اروپايي اتحادیه وايي، په افغانستان کې د فساد د مخنیوي او له منځه وړلو له پاره اړینه ده، چې معافیت ته د پای ټکی کېښودل شي او د لوړ پوړو چارواکو د فساد دوسیې راوسپړل شي.
په افغانستان کې د فساد د مخنیوي لپاره بايد د معافيت فرهنګ محوه شي
اروپايي اتحادیه وايي، په افغانستان کې د فساد د مخنیوي او له منځه وړلو له پاره اړینه ده، چې معافیت ته د پای ټکی کېښودل شي او د لوړ پوړو چارواکو د فساد دوسیې راوسپړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې ځانګړی استازی فرانس مايکل مېلبن کړې دي.
نوموړي د افغانستان د قضايي سيستم د وضعيت په اړه اندېښنه ښوودلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې هېواد کې د اصلاحاتو د راوستلو پروسه ځنډول شوې ده.
مېلبن ټينګار کړی چې قضايي سيستم په فساد ککړ دی او اړينه ده چې د دې ادارې لوړ پوړي چارواکي چې په فساد ککړ دي، له دندو ګوښه او پر ځای يې نور کسان وګومارل شي.
د مېلبن په وینا که څه هم حکومت د لويې څارنوالي په چوکاټ کې له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په پرانيستلو سره په قضايي سکتور کې ځينې پرمختګونه کړي، خو ښکاره ده چې د اصلاحاتو د را وستو پروسه ډيره کراره پر مخ ځي.
ملېبن دغه راز ویلي، چې په قضايي سکټور کې فساد د دې سبب شوی چې د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې، چې د زور واکو او يا وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي، خلک د عدالت د تطبيق لپاره غير رسمي قضايي مراجعو ته مخه کړي.
اروپايي اتحاديې ويلي، په قضا کې د پراخه فساد له امله دوی خپل ټول پام دې سکټور ته ور اړولې او د اپريل تر ۲ نېټې پورې به له فساد سره د مبارزې په کمپاين کې خپل ټول تمرکز پر همدې برخه ور ټول کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین