۰
اروپا کې افغان لاریونکوونکي:

اروپايي ټولنه دې پاکستان دې ته اړ کړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۶
په اروپا کې مېشتو افغانانو د پاکستان د وروستیو کړنو پر ضد لاریون وکړ، او له نړیوالو یې غوښتل، چې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې مخنیوي وکړي.
اروپايي ټولنه دې پاکستان دې ته اړ کړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي
په اروپا کې مېشتو افغانانو د پاکستان د وروستیو کړنو پر ضد لاریون وکړ، او له نړیوالو یې غوښتل، چې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې مخنیوي وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لسګونه لاریون کوونکي د اروپا پارلمان مخې ته را ټول شوي وو او مرګ پر پاکستان شعارونه یې ورکول.
لاریون کوونکو ویل، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې لاسوهنه کوي، چې د دغه کار مخه یې باید ونیول شي.
دوی له اروپايي پارلمان غوښتل څو پر پاکستان فشار راوړي او د نړیوالو بنسټونو په مرسته دغه هېواد اړ کړي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
د لاریون کوونکو ویل، چې پاکستان، ترهګر هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي او د افغانانو وینې تویي کړي.
دوی همدارنګه غوښتنه وکړه چې پاکستان دې نور په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.
د لاریون ګډونوال او تنظیموونکي وایي، موخه یې دا ده چې ترهګري په ټوله نړۍ کې ختمه شي او له همدې امله یې دغه غونډه جوړه کړې ده.
دوی ویلي، چې دغه ډول لاریونونه به د پاکستان پر ضد د اروپايي ټولنې د مهمو بنسټونو مخې ته نور هم وکړي څو دغه ادارې د پاکستان پر وړاندې لاس په کار شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین