۰

هند له پاکستان سره خپلې ټولې پولې تړي

يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۶
هندوستان وايي پر داسې یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۸ کال پورې له پاکستان سره خپلې تولې پولې وتړي.
هند له پاکستان سره خپلې ټولې پولې تړي
هندوستان وايي پر داسې یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۸ کال پورې له پاکستان سره خپلې تولې پولې وتړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګهـ تېره ورځ د هند د پوله ساتو ځواکونو په یوه غونده کې کړې دي.
نوموړي ویلي، پر داسې یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې له پاکستان سره ټولې پولې وتړل شي.
هغه خبردارۍ ورکړی، چې په پاکستان کې ترهګر د پیاوړي کېدو په حال کې دي او هندي ځواکونو ته پکار ده، چې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې چمتو و اوسي.
د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګهـ وايي، د خپل هېواد د امنیت خوندیتابه ته جدي پاملرنه کوي او اجازه به ور نه کړي چې پاکستاني ترهګر د هند پولو ته د ننه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین