۰

ننګرهار کې دوه پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي

يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۹
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو په ګډون پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې دوه پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو په ګډون پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې فارم يا نجم الدين اخندزاده په څلورلارې کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وسله والو مخالفینو په یاده سیمه کې د کانال ټولي اړوند پر یوې امنیتي پوستې برید کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو په برید کې دوه پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو تن پولیس ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند په خبره په جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین