۰
جنرال نېکولسن:

افغانستان کې ۵ زره نورو بهرنیو سرتېرو ته اړتیا ده

يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۸
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وايي، په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره ۵ زره نورو بهرنیو سرتېرو ته اړتیا ده.
افغانستان کې ۵ زره نورو بهرنیو سرتېرو ته اړتیا ده
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وايي، په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره ۵ زره نورو بهرنیو سرتېرو ته اړتیا ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال نېکولسن دغه څرګندونې یوې برېتانوۍ نشریې ته کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت دا مهال پر ۶۲ سلنه خلکو او ۵۷ سلنه خاوره حاکمیت لري.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي« موږ نه شو کولی هغه جګړه دلته بې پایلې پرېږدو چې کلونه وړاندې مو پیل کړې ده.»
نوموړي زیاته کړې، چې که غواړو په افغانستان کې ترهګر او داعش وځپو نو پنځو زرو نورو امریکايي او اروپايي سرتیرو ته اړتیا لرو.
جنرال جان نېکولس دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه سرتېري به افغانستان ته را ولېږل شي که نه، خو ټینګار یې کړی چې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې روانې دي.
باید وویل شي، چې نوموړي څه موده وړاندې هم د امریکا کانګرېس ته ویلي و، چې که غواړي په افغانستان کې جګړه وګټي نو نور امریکايی سرتېري باید دغه هېواد ته ولېږل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین