د پاکستان پوځ د ډېورنډ په فرضي کرښه د اغزنو کټارو درولو کار پیل کړی او وايي، موخه یې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه اغز تار د کار شروع کولو خبر تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ورکړی دی.
نوموړی چې تېره ورځ قبایلي سیمو ته په سفر تللی و، ویلي، چې د دغه اغز تار له غځولو یې موخه دا ده، چې د ترهګرو تګ راتګ مخه ونیسي.
باجوه ویلي، چې د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې لګوي.
که څه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلي، خو له دې وړاندې یې د پاکستان ورته کارونه په کلکه غندي او د مخنیوي هڅه یې کړې.
جمهورآژانس:کابل