۰

افغانستان د اسيا د بنسټيزې پانګې اچونې بانک غړيتوب تر لاسه کړ

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۲
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې بریالی شوی، چې افغانستان د اسيا د بنسټيزې پانګې اچونې بانک غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان د اسيا د بنسټيزې پانګې اچونې بانک غړيتوب تر لاسه کړ
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې بریالی شوی، چې افغانستان د اسيا د بنسټيزې پانګې اچونې بانک غړيتوب تر لاسه کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکیمي د تېرې پنجشنبې په ورځ د چين په بيجينګ ښار کې د اسيا د بنسټيزې پانګې اچونې بانک (AIIB) له رئيس جين ليقون سره وکتل او بریالی شو چې افغانستان ته هم په دغه بانک کې د غړیتوب امتیاز واخلي.
د مالیې وزارت نه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو له افغانستان سره د دې بانک په مرستو، د اوبو، برېښنا او رېل پټلۍ د پروژو په مالي ملاتړ، د نويو او لومړنيو اړتياوو تثبيتولو په موخه افغانستان ته د نوموړي بانک د رئيس او تخنيکي ډلې په راتګ او يو شمېر نورو مسايلو هر اړخيزې خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې د دې سفر په لړ کې افغانستان وتوانيد چې د ياد بانک غړيتوب تر لاسه کړي.
د يادونې وړه ده چې په ياد بانک کې د افغانستان له غړيتوب سره به په هېواد کې د همکاريو، چټکې اقتصادي ودې او پراختيا نوی ور پرانيستل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین