۰

هند هڅه کوي د افغانستان په پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۱
په امریکا کې د هند سفیر نویتج سرونا وايي، هند هڅه کوي چې د افغانستان او افغانانو په اقتصادي او سیاسي پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم ډیره کړي.
هند هڅه کوي د افغانستان په پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي
په امریکا کې د هند سفیر نویتج سرونا وايي، هند هڅه کوي چې د افغانستان او افغانانو په اقتصادي او سیاسي پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم ډیره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرونا هند د یوه ښه ملګري بللی او زیاته کړې یې ده، چې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په پرمختګ او وده کې یې د پام وړ هڅې کړې دي.
امریکا کې د هند سفیر زیاتوي، چې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د هند هڅې لا هم دوام لري او د ظرفیتونو د لوړلو لپاره افغانانو ته هر کال سلګونه تحصیلي بورسونه ورکول کېږي.
د هغه په وینا هند اوس هم د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پروژې لري.
نوموړي د نړۍ له هېوادونو هم غوښتي، چې له افغانستان سره نېږدې پاتې شي او د دغه هېواد په پرمختګ او وده کې دې خپله ونډه واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین