۰
د غزني امنیه قوماندان:

یو طالب چارواکی کوټه کې د طالبانو خپلمنځۍ جګړه کې وژل شوی

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۷
امنیتي چارواکي وايي د غزني ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى د محکمې رييس مولوي اسحاق جلاد وژل شوى دى.
یو طالب چارواکی کوټه کې د طالبانو خپلمنځۍ جګړه کې وژل شوی
امنیتي چارواکي وايي د غزني ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى د محکمې رييس مولوي اسحاق جلاد وژل شوى دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امر خېل ویلي، چې مولوي اسحاق جلاد د پاکستان په کويټې ښار کې د خپلمنځي جګړې په ترڅ کې وژل شوى دى.
امرخېل زیاته کړې، چې مولوي اسحاق جلاد تېره ورځ د کويټې په کچلاغ سيمه کې وژل شوى او جسد یې تېره شپه د غزني د اندړو ولسوالۍ د اوشنون سيمې ته انتقال شوى دى.
د هغه په وینا جلاد له څو کلونو راهيسې د طالبانو لخوا د غزني محکمې لپاره د نومول شوي رييس په توګه دنده تر سره کوله او د ډير شمېر امنيتي سرتېرو د وژلو پرېکړې يې کړې دي.
د غزني امنیه قوماندان زیاته کړې، چې جلاد له دې مخکې د غزني او زابل لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون د مسوول په توګه هم پاتې شوى.
خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین