۰
ولسمشر غني افغان ځواکونو ته!

چا چې د دولت او قانون پر ضد وسله پورته کړه ویې ځپۍ

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پولیسو ځانګړو ځواکونو ته امر کړی، چې هر هغه چا چې د دولت او قانون پر ضد وسله پورته کړه ویې ځپۍ.
چا چې د دولت او قانون پر ضد وسله پورته کړه ویې ځپۍ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پولیسو ځانګړو ځواکونو ته امر کړی، چې هر هغه چا چې د دولت او قانون پر ضد وسله پورته کړه ویې ځپۍ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني تېره ورځ د ملي پولیسو د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندانۍ ته ورغلی او د دغې قوماندانۍ له لوړ رتبه منسوبینو، افسرانو او سرتېرو سره یې کتلي دي.
سرچینه وايي، ښاغلي غني لومړی د یادې قوماندانۍ تجهیزات او امکانات وکتل او ورپسې یې په هغې ناسته کې ګډون وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندانۍ مشرتابه پلاوي په کې حضور درلود.
ولسمشر غني د خاصو ځواکونو له زړورتیا او اتلولۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې هیڅ ابهام نشته او هر څوک چې د دولت او قانون په ضد وسله پورته کړي، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا به وځپل شي.
ولسمشر د پولیسو د خاصو قطعاتو د سرتېرو د تلفاتو په کمښت ټینګار کړی، او زیاته کړې یې ده، چې د دغو قطعاتو جګړه‌ییز تجهیزات باید زیات شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین