۰

یوه امریکایی عسکر ویلي، افغانستان کې یې په قصدي ډول ملکیان وژل

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۲
د ګارډین د راپور له مخې یوه امریکايي سرتیري په محکمه کې اعتراف کړی چې قصدا یې افغان ملکیان وژلي دي او د هغوی له وژنې یې خوند اخیست.
یوه امریکایی عسکر ویلي، افغانستان کې یې په قصدي ډول ملکیان وژل
د ګارډین د راپور له مخې یوه امریکايي سرتیري په محکمه کې اعتراف کړی چې قصدا یې افغان ملکیان وژلي دي او د هغوی له وژنې یې خوند اخیست.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکایی سرتېری جرمي مورلاک نومېږي او د ملکي افغانانو په وژنه تورن دی.
مورلاک ویلي، چې ملکیان یې قصدا وژل او له دې کار یې خوند اخیست.
ګارډین د دغه سرتېري له قوله زیاته کړې، چې دوی د وژونکو یوه ډله جوړه کړې وه او موخه یې د ملکیانو وژل و.
جرمي زیاته کړې چې دغه ډول عملیات له امریکايي چارواکو پټ د کلوین ګیبس په نامه د یوه افسر له لوري تنظیمدل
د جرمي په وینا، دوی به هغه سیمې په نښه کولې چې هلته به ملکیانو ژوند کاوه، بیا به یې برید ورباندې کاوه او د خلکو له وژلو وروسته به یې د دوی له جسدونو سره انځورونه اخیستل او داسې به یې ښودله چې ګواکي دغه کسان ترهګرو وژلي دي.
ده د درېیو ملکیانو په وژلو اعتراف کړی دی او محکمې ورته د ۲۴ کاله حبس سزا اورلې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین