۰
جمعي امنیتي سازمان:

په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو ډېر شوي دي

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
د مرکزي اسیا د هېوادونو امنیتي سازمان وايي، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه ډير شوي دي.
په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو ډېر شوي دي
د مرکزي اسیا د هېوادونو امنیتي سازمان وايي، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه ډير شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جمعي امنیت په نامه د یادو هېوادونو سازمان دغه څرګندونې په یوه غونډه کې کړې او ویلي یې دي، چې ممکن دغه ډلې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو ښارونو او کلو ته خپل نفوذ پراخ کړي. .
دوی ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د وړم کال په پرتله ډير شوي و او همدا راز د نړۍ ۳۰ سلنه ترهګریز بریدونه په افغانستان کې شوي وو.
یاد سازمان زیاته کړې، چې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۲۴۹ ترهګریز بریدونه شوي چې له دې ډلې یوازې ۳۰ بریدونه په افغانستان کې شوي دي.
د دغه سازمان غړو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره پر پوله دې امنیتي تدابیر سخت شي او ترهګرو د را اوښتو مخه دې و نیول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین