۰
سي.ای.اې:

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلا کار غوښتل ګولن وتښتوي

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۳
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې پخوانی مشر وايي، د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلا کار مایکل فلین د فتح الله ګولن د تښتولو پلان درلود.
د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلا کار غوښتل ګولن وتښتوي
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې پخوانی مشر وايي، د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلا کار مایکل فلین د فتح الله ګولن د تښتولو پلان درلود.
د جمهورآژانس د خبر له مخې فتح الله ګولن د اردوغان د مخالفینو رهبر دی او ترکي چارواکي یې د تیر کال جولای د کودتا مسوول بولي.
د سي ای اې پخواني مشر جیمز ووسلي ویلي، مایکل فلین غوښتل فتح الله ګولن اردوغان ته وسپاري او د همدې له پاره یې څو ځله له ترکي چارواکو سره خبرې کړې او ژمنه یې ورکړې وه، چې ګولن به تښتوتکي او دوی ته به یې سپاري.
ووسلي والستريت ژورنال ته ویلي، چې فلین غوښتل په ډير ماهرانه ډول هغه له ترکیې وباسي، خو په وینا یې هغه په خپل دغه پلان کې بریالی نه شو، خو د امریکا امنیتي چارواکي یې حیران کړل.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې پخوانی مشر زیاته کړې چې دغه معلومات یې د فلین د تلفوني مکالمو له اورېدو تر لاسه کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین