۰

په فرانسه کې یوه کس پر ډزو درې تنه ټپیان کړل

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
په فرانسه کې یوه کس د رېل ګاډي په سټيشن کې پر خلکو ډزې کړې او درې تنه یې ټپیان کړي دي.
په فرانسه کې یوه کس پر ډزو درې تنه ټپیان کړل
په فرانسه کې یوه کس د رېل ګاډي په سټيشن کې پر خلکو ډزې کړې او درې تنه یې ټپیان کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن د فرانسې په لیل ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د فرانسې پولیس وايي، د کس هویت نه دی معلوم خو په ډزو یې درې کسه ټپیان کړي دي.
پولیس وايي، د دغه برید لامل تر اوسه نه دی معلوم، او برید کوونکی کس له سیمې تښتېدلی دی خو په اړه یې پلټنې روانې دي، چې وروسته به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
په ورته وخت کې ځايي رسنۍ بیا وايي چې ښايي دا یوه جینايي پېښه وي او د ترهګرو له لوري د کوم تنظیم شوي برید څرک نه لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د انګلستان پارلمان ودانۍ ته څېرمه هم یو برید وشو، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین