۰

افغانستان له ایرلنډ څخه د پنځوس اوریزو کرکټ لوبو لړۍ هم وګټله

شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۹
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې هم درې، دوه ماته ورکړه او جام یې خپل کړ.
افغانستان له ایرلنډ څخه د پنځوس اوریزو کرکټ لوبو لړۍ هم وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې هم درې، دوه ماته ورکړه او جام یې خپل کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دغه وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه تېره ورځ د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټرنوایډ لوبغالي کې تر سره شوه.
د دغه لوبې پچه ایرلنډ لوبډل مشر وګټله او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۴۹ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه.
د ایرلنډ له لوبغاړو څخه یوازې سټرلېنګ ښه لوبه وکړه او ویې وکولای شول، چې نیمه سلیزه پوره کړې، خو نور توپ وهونکې یې د افغان توپ اچونکو پر وړاندې تر ډېره ونه درېدل.
د افغان توپ اچوونکو له خوا راشد ارمان یو ځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او په لسو اورونو کې یې د ۲۹ منډو په ورکولو سره څلور ایرلنډي لوبغاړي له مخې لرې کړل.
دغه راز برید ملک د ۶۵ منډو په ورکولو سره درې، دولت ځدراڼ دوه او ګلبدین نایب هم یو ایرلنډي لوبغاړی وسوځاوه.
په توپ وهنه کې د افغانستان پیل ښه نه و، شهزاد محمدي او نجیب الله ترکي هغه مهال چې په اولو اوو اورونو کې د افغانستان منډې ۲۳ وې خپلې ویکټې له لاسه وکړې، خو تر هغې وروسته کپتان اصفر ستانکزي او رحمت شاه ښه ملګرتیا وکړه.
له ۳۹ منډې کولو وروسته اصغر ستانکزي هم خپله ویکټه له لاسه ورکړه، خو له رحمت شاه سره د سمیع الله شنیواري په زړه پورې ملګرتیا وکولای شول، چې افغانستان په ۴۹ اور کې د ۷ ویکټو په لرلو سره ورکړل شوی هدف پوره کړي.
رحمت شاه او سمیع الله شینواري خورا په زړه پورې لوبه وکړه، رحمت شاه خپله سلیزه پوره کړه او ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې یې وکړې، او سیمع الله خپله نیمه سلیزه و وهله او په ۶۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
رحمت شاه د دغه لوبې غوره لوبغاړی شو، خو د دغه لړۍ د غوره توپ اچونکي جایزه راشد ارمان او د غوره توپ وهونکي او ډېرو مندو کوونکي جایزې بیا د ایرلنډ پاول سټرلنېګ تر لاسه کړې.
باید وویل شي، چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د پنځوس اوریزه سیالیو لومړۍ دوه سیالۍ افغان لوبډلې او دوه یې ایرلنډ ګټلې وې، خو پنځمه لوبه چې خورا مهمه وه، افغانستان وګټله او ایرلنډ ته یې درې، دوه ماته ورکړه، او دغه سریز یې په خپل نوم کړ.
له دې وړاندې افغانستان له ایریلنډ لوبډلې څخه په همدې لوبغالي کې د شل اوریزه سیالیو لړۍ، هم درې صفر ګټلې وه، خو دا لومړی ځل دی، چې افغانستان له ایرلنډ څخه د پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ ګټې.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان له ایرلنډ سره په همدې میدان کې یوه څلور ورځنۍ یا ټسټ لوبه هم لري، چې خورا مهمه او د راتلونکې سه شنبې په ورځ به پیل شي.
که چېرته افغانستان له ایرلنډ څخه دغه څلور ورځنۍ لوبه هم وګټي، نو د ټسټ لوبو د بشپړ غړیتوب اخیستو ته به یو ګام نور هم ورلنډ شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین