۰

دفاع وزارت د سنګین ولسوالۍ د سقوط ادعا رد کړه

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۵
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هلمند ولایت د ولایتي شورا او وسله والو طالبانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.
دفاع وزارت د سنګین ولسوالۍ د سقوط ادعا رد کړه
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هلمند ولایت د ولایتي شورا او وسله والو طالبانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر رسنیو ته ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د سنګین مرکز وسله والو طالبانو ته پرېښی دی.
په ورته وخت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو یوې سرچینې هم رسنیو ته د دې پخلی کړی چې د سنګین ولسوالۍ مرکز یې وسله والو طالبانو ته پريښی دی.
دغه سرچینې ویلي وو چې هلته یې تلفات زیات او اکمالات ورته په وخت نه کېدل، نو ځکه افغان پوځیان اړ شول، چې د ولسوالۍ مرکز طالبانو ته پرېږدي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سنګین ولسوالۍ د نیولو پخلی کړی دی.
طالبانو په دغه بیان کې د سنګین له ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو له وتلو وروسته، دغو ځواکونو د ولسوالۍ په اداري تاسیساتو بمباري کړې او ټول تاسیسات یې ړنګ کړي دي.
خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د دفاع وزارت او ستر درستیز د پلان له مخې د ملي اردو ثابت قدم بیز له خپل فرعې موقعیت څخه په شکر شیله سیمه کې خپل اصلي موقعیت ته لیږدول شوی دی.
جنرال دولت وزیري د طالبانو ادعا چې دا مرکز یې نیولی په کلکه رد کړې ده.
جنرال وزیري ویلي چې د ۲۱۵ قول اردو دویمه لیوا لا هم د سنګین په ولسوالۍ کې پرته ده او د دغې ولسوالۍ اداري چارې لا هم فعالې دي.
د هغه په وینا، د ولسوالۍ په شاوخوا کې د وسله والو مخالفینو تحرکات شته چې افغان ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي، خو دا تحرکات دومره نه دي چې د ولسوالۍ امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین