په سویل لوېدیځ کې د پوځ یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالي یې وسله والو طالبانو ته پرېښې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوې سرچېنې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې په سنګين کې د حکومتي ځواکونو تلفات ډير و، او پر وخت ورته د تجهيزاتو اکمالات هم نه کيدل چې له امله يې د دوی ځواکونه د ولسوالۍ پرېښودو ته مجبور شوي دي.
په هلمند ولايت کې بيا يوې بلې سرچېنې زیاته کړې، چې په سنګين که څه هم حالت ښه نه دی، خو طالبانو هم نه ده نيولې.
خو وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سنګين ولسوالي يې نيولې، خو د نيولو پر مهال يې جګړه نه ده شوې.
که طالبان دا ولسوالي هم ونيسي، نو په هملند کې به اوومه ولسوالي شي چې د حکومت له ولکې وځي.
جمهورآژانس:کابل