۰

اروزګان کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیلېږي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
په جنوب لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د خالد په نوم چاڼيز عمليات پيلوي.
اروزګان کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیلېږي
په جنوب لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د خالد په نوم چاڼيز عمليات پيلوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان بريد جنرال حضرت محمد کاکړ وايي، هيله لري چې د دې عملياتو په پايله کې د ارزګان خاوره د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.
په ارزګان کې وروستۍ ناامنۍ د سيمې د اوسيدونکو د توندو غبرګونونو د را پاريدو سبب شوې دي او له حکومته یې غوښتي، چې د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
خو د ارزګان د ولايتي شورا مشر وايي، امنيتي ځواکونه په تېر يو کال کې په دې ولايت کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
په ارزګان کې وروسته تر هغې د عملياتو د پيل کيدو خبر ورکول کيږي چې دوې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې د ملي اردو يوه پوسته تر ولکې لاندې را وسته او د راپورونو پر اساس، ۱۷ سرتيرو ته يې د سر زيان واړاوه.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین