۰

اروزګان کې د پوځ لس سرتېري وژل شوي

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۱
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د پوځ پر یوه قرارګاه برید کړی، چې په رامنځ ته شوې نښته کې له دواړو لورو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې د پوځ لس سرتېري وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د پوځ پر یوه قرارګاه برید کړی، چې په رامنځ ته شوې نښته کې له دواړو لورو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په خرما سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري وايي، د ملي اردو د صمد په نوم اډه باندې چې له شپږو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې وه، تېره شپه برید شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو له څو لورو پر دغه اډه ډلیز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د ملي اردو لس سرتېري وژ شوي دي.
هغه د ټپیانو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې په دغه جګړه کې تر لسو پورې وسله وال طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا وايي، چې د طالبانو په دغه برید کې د پوځ درې سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمحد رادمنش هم پر یاده پوځي اډه د برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې، چې دغه پوځي اډه یې ولکه کړې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین