۰

نواز شریف له افغانستان سره د تړلو لارو د خلاصېدو امر کړی دی

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۴
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف امر کړی چې له افغانستان سره دې تړلې لارې خلاصې شي خو دا چې څه وخت به خلاصي شي، تر اوسه نه ده معلومه.
نواز شریف له افغانستان سره د تړلو لارو د خلاصېدو امر کړی دی
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف امر کړی چې له افغانستان سره دې تړلې لارې خلاصې شي خو دا چې څه وخت به خلاصي شي، تر اوسه نه ده معلومه.
هغه همدا راز ویلي، افغانستان دې د هغو مسایلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې له امله یې پاکستان دغه لارې تړلې وې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان د فبرورۍ په ۱۶ مه له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړلې. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نواز شریف امر کړی چې دغه لارې دې پرانیستل شي.
دا چې لارې به څه وخت پرانیستل کېږي تر اوسه يې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دغه لارو د تړل له امله نه یوازې افغانانو بلکې خپله پاکستان هم څو چنده زیان کړی دی.
د پاکستان له خوا د لارو د خلاصېدو ژمنه د دغه هېواد د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیر په لندن کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره کړې وه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي اتمر د لندن تر غونډې وروسته خبردارۍ ورکړ، چې که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، نو کابل به یې پر وړاندې داسې ستراتېژیکي پرېکړې وکړي، چې پایلې به یې پاکستان ته ښې نه وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین