>> جمهور - صلاح الدین رباني حق نه لري، چې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړي
 
۰
د ولسي جرګې استازي:

صلاح الدین رباني حق نه لري، چې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړي

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۷
ولسي جرګه وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هېڅ ډول حق نه لري، چې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د راتلو یا نه راتلو غوښتنه وکړي.
صلاح الدین رباني حق نه لري، چې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړي
ولسي جرګه وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هېڅ ډول حق نه لري، چې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د راتلو یا نه راتلو غوښتنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تېره ورځ واشنګټن ته د داعش ضد ایتلاف په کنفرانس کې تر ګډون وړاندې کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلي، چې امریکا دې په افغانستان کې خپل ځواکونه ډیر کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره دې د جنرال جان نیکولسن طرحه ومني او په افغانستان کې دې خپل سرتیري ډیر کړي.
رباني ویلي، تر هغه چې د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه یو نه وړل شي جګړه به روانه وي او هره ورځ به د لسګونه کسانو ژوند اخلي.
رباني ویلي«که موږ غواړو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بریالي شو، نو لومړی باید د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې جدي اقدام وکړو او دوی اړ کړو څو د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.»
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرون امریکا ته ولاړ او هلته به دداعش ضد په یوه کنفرانس کې ګډون کوي.
خو د افغانستان ولسي جرګه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر دغه خبرو نیوکه وکړه او دا خبرې یې د ښاغلي رباني له صلاحیت او کاري چوکاټ څخه د باندې و وبللې.
په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي زلمي مجدید و ویل، چې د ښاغلي رباني دغه څرګندونې بې ځایه دي
هغه په خپلو خبرو کې وویل«دا د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حق نه دی، چې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړي، دا موضوع په ولس پورې اړه لري، نو له ښاغلي رباني څخه جدي غوښتنه کوو، چې له دغه ډول څرګندونو ډډه وکړي، او د خپل کاري چوکاټ څخه د باندې خبرې ونه کړي.»
او باید له ورته څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په زیاتوالي سوله او ثبات نه شي ټينګېدای بلکې امنیتي ستونزې به لا هم زیاتې شي.
د هغه په وینا د دې پر ځای چې امریکا افغانستان ته نور سرتېري راولېږي، ښه به دا وي، چې افغان ځواکونه په پښو ودروي، او پوځي مرستې ورسره وکړي، چې په خبره یې امریکا دغه څه نه وړاندې تر دې غوښتي او نه یې هم اوس غواړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د جرګې د نن ورځې ریاست یې تر غاړې و هم د ښاغلي رباني په خبرو نیوکه وکړه.
ښاغلي همایون و ویل چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هېڅ ډول حق نه لري، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو یا نه زیاتېدو غوښتنه وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«دا د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حق نه دی، چې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړي، دا موضوع په ولس پورې اړه لري، نو له ښاغلي رباني څخه جدي غوښتنه کوو، چې له دغه ډول څرګندونو ډډه وکړي، او د خپل کاري چوکاټ څخه د باندې خبرې ونه کړي.»
باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې یو شمېر نورو وکیلانو هم افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو له راتګ او د هغوی د راتلو له غوښتنې سره مخالفت وښود.
وکیلانو ویل، چې امریکا دې د نورو سرتېرو د رالېږلو پر ځای افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تقویه کړي، او افغان هوايي ځواک دې په پښو ودروي.
د ولسي جرګې وکیلان له دغه خبرو سره پر داسې مهال مخالفت څرګندوني، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن څه موده وړاندې د امریکا کانګرېس ته ویلي، چې د افغانستان روان امنیتي حالت ته په کتو دلته شته سرتېري بسنه نه کوي، بلکې افغانستان ته باید نور امریکايي سرتېري ولېږل شي.
ویل کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اداره د نېکولسن پر غوښتنه غور کوي، خو دا چې امریکا افغانستان ته نور سرتېري رالېږي او که نه دا به وخت ثابته کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین