۰

روسیه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پروژې له سره پيلوي

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۸
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی غواړي هغه پروژې له سره پيل کړي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پیل کړې وي خو د جګړو له امله یې کارونه په نیمايي کې پاتې شول.
روسیه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پروژې له سره پيلوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی غواړي هغه پروژې له سره پيل کړي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پیل کړې وې، خو د جګړو له امله یې کارونه په نیمايي کې پاتې شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف همدا راز ویلي، چې د ویجاړو شوو پروژو د بیا رغونې پلان هم لري. افغان حکومت بیا د روسیې د دې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، دوی د هر هغه هېواد هر کلی کوي چې د افغانستان د بیا رغونې هوډ لري.
د پخواني شوروي اتحاد ډیری پروژې د ښار جوړونې او ښاري پراختیا په وزارت پورې اړوندې دي او دغه وزارت هم د روسیې له دې پرېکړې هر کلی کړی دی.
څه موده مخکې په روسیه کې افغان سفیر قیوم کوچي له روسي چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دوی غوښتي و چې په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې ودانیزې او اقتصادي پروژې له سره ورغوي.
د دې تر څنګ روسیې دا هم ویلي، غواړي له افغانستان سره د الوتکود ترمیم په برخه کې مرسته وکړي او د MI-۲۴ چورلکو په ګډون د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي.
یو روسي شرکت سپوتنیک خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له دفاع وزارت سره یې خبرې روانې دي او د پخوانیو روسي وسلو د ترمیم ګڼ تړونونو یې لاسلیک ته تیار کړي دي.
سرچینې ویلي، چې دوی غواړي د ملي دفاع وزارت ځينې وسلې د MI-۲۴ هیلکوپترو په ګډون ترمیم کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین