۰

د افغان سرتېري په ‌ډزو ۳ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۸
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوه افغان پوځي په ډزو درې امریکايي سرتېري ټپیان شوي، او برید کوونکی سرتېری هم په ځوابیه ډزو کې وژل شوی.
د افغان سرتېري په ‌ډزو ۳ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوه افغان پوځي په ډزو درې امریکايي سرتېري ټپیان شوي، او برید کوونکی سرتېری هم په ځوابیه ډزو کې وژل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د هلمند ولایت د ښوراب په پوځي اډه کې رامنځ ته شوې ده.
په جنوب کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن محمد رسول ځاځي ویلي، چې لومړی پلټې ښيي، چې پېښه په قصدي ډول نه بلکې سهوآ رامنځ ته شوې.
ویل کېږي، برید کوونکی افغان پوځي د افغان ځانګړو ځواکونو غړی و.
په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو ویاند کپټن بل سلوین لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې درې امریکایان ټپیان شوي او برید کوونکی هم ځای پر ځای وژل شوی.
ډګرمن محمد رسول ځاځی وایي، برید کوونکی په متقابلو ډزو کې ژوبل شو او بیا وروسته په روغتون کې مړ شو.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین