۰
اتمر:

که اسلام آباد لارې خلاصې نه کړي کابل به یې پر وړاندې ستراتيژیکي پرېکړې وکړي

يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۸
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې خلاصې نه کړي او خپلې بې باوره کړنلارو ته دوام ورکړي، نو کابل به یې پر وړاندې داسې ستراتيژیکي پرېکړې وکړي چې پایلې به يې د پاکستان په ګټه نه وي.
که اسلام آباد لارې خلاصې نه کړي کابل به یې پر وړاندې ستراتيژیکي پرېکړې وکړي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې خلاصې نه کړي او خپلې بې باوره کړنلارو ته دوام ورکړي، نو کابل به یې پر وړاندې داسې ستراتيژیکي پرېکړې وکړي چې پایلې به يې د پاکستان په ګټه نه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې کړي، او ویلي یې دي، چې په دې اړه یې د لندن په کنفرانس کې له پاکستاني اړخ سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او هغوی هم د لارو د خلاصولو ډاډ ورکړی.
ښاغلي اتمر ویلي، چې افغانستان نه شي کولائ چې خپلې ترانزیټي او سوداګریزي چارې د پاکستان د داسې کړنلارو قرباني کړي چې وړاند وینه یې نشي کېدلای.
هغه په په خپلو خبرو کې ویلي« افغانستان نشي کولائ چې خپل ترانزیټ او تجارت د پاکستان داسې دم-دمي پالیسیو ته پرېږدي، یا به دا وي چې دروازې پرانیستل کېږي یا به افغانستان داسې عمده ستراتيژیکې پریکړې وکړي چې عواقب به یې په هېڅ ډول د پاکستان په ګټه نه وي.»
د ملي امنیت سلاکار د دغه ستراتېژیکو پرېکړو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، پاکستان لوري ډاډ ورکړی، چې دروازې به خلاصوي، خو په وینا یې دې ته به انتظار باسي، چې څه کوي.
هغه د پاکستان دا هم ادعا هم په کلکه رد کړې، چې ګنې په دغه هېواد کې په شویو وروستیو بریدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې او یا یې هم پلان له دې ځایه جوړ شوی وو.
د ملي امنیت سلاکار ویلي« دا د پاکستان له لوري بې بنیاده ادعا ده، نه یې موږ منو او نه یې نړیوال مني، ټول په دې پوهېږې چې د دې ترورېزم ریښه چېري ده، اوس، هغه حملې چې پاکستان کې کېږي یا د مولوي فضل الله ډله ده، جماعت الحرار یا یې نورې تروریستي ډلې کوي، دا هغه تروریستي ډلې دي چې دوی خپله جوړې کړې وې، دننه په پاکستان کې یې جوړې کړې وې، تاسو راته ووایست چې د دې ډلو کوم یوه په افغانستان کې روزل شوې یا مرکز لري؟کوم سند یا شواهد اومدارک دوي وړاندې کړي دي؟»
ښاغلي اتمر زیاته کړې، چې د لندن په غونډه کې یې د افغانستان پرختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټي حملو په اړه یې هم له عزیز سره خبرې وکړې او موافقه وشوه چې پاکستان ژر تر ژره د دې کار مخنیوی وکړي.
د ښاغلي اتمر په وینا، د کابل موقف څرګند دی او د پاکستان د حکومت غبرګون ته منتظر دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین