۰

د طالب وسله والو په لیکو کې نوې ستونزې پيدا شوې دي

يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۸
د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ملا عبدالمنان اخوند په يوه غږيز پيغام کې د طالبانو ډلې په مشرتابه کې پر کمزورۍ او وېشل کېدو سخته نيوکه کړې.
د طالب وسله والو په لیکو کې نوې ستونزې پيدا شوې دي
د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ملا عبدالمنان اخوند په يوه غږيز پيغام کې د طالبانو ډلې په مشرتابه کې پر کمزورۍ او وېشل کېدو سخته نيوکه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، څوک چې د طالبانو د مشرتابه دعوه کوي؛ پاکستان او نورو هېوادونو کې په ارامه فضا کې ژوند کوي.
هغه زياته کړې، له بده مرغه هغه کسان چې د اسلامي امارت د مشرتابه دعوه کوي، په پاکستان او يا نورو هېوادونو کې په ارامه فضا کې ناست دي او يواځې د وېبپاڼې له لارې اعلاميې خپروي.
ملا عبدالمنان د خپلو خبرو په بله برخه کې، د ځان په ګډون د طالبانو د زياتو نومول شويو واليانو له ګوښه کېدو خبر ورکړى او ويلي يې دي، د اسلامي امارات چارواکو، د ولايتونو د چارواکو د ګوښه کېدو پرېکړې د خپلو شخصي، قومي او سياسي ګټو لپاره کړې دي. نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د وسله والو طالبانو له مشر ملا هبت الله سره مخالفت له نورو طالبانو سره د مخالفت په معنا نه دى، ويلي چې د طالبانو ولايتي چارواکي له دې امله د هغه له مشرۍ سره مخالفت کوي، چې هغوى د طالبانو ټول حقوق او امتيازات په خپلو کورونو کې ترلاسه کوي.
وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دا د ملا عبدالمنان غږ نه دی بلکې جعلي جوړ شوی دی. حکومتي سرچینې یې بیا د ملا رسول د ډلې د ویاند ملا منان نیازي غږ بولي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین