۰

لنډي کوتل کې لاریون کوونکو د لارې خلاصېدو غوښتنه کړې ده

يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۰
په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د موټرو څښتنانو د تورخم لارې د تړل کېدو پر ضد لاریون وکړ.
لنډي کوتل کې لاریون کوونکو د لارې خلاصېدو غوښتنه کړې ده
په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د موټرو څښتنانو د تورخم لارې د تړل کېدو پر ضد لاریون وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی له کابل او اسلام اباد وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي. سند کې تېره میاشت له څو بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد د فبرورۍ په ۱۷ له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.
دغه راز لاریون کونکو د پاکستان پارلمان کې د قبایلي سیمو پر استازو هم نېوکه وکړه، چې په وینا یې د لارې پرانیستلو لپاره یې خپل رول نه دی لوبولی.
تېره اونۍ د بلوچستان مرکز کوټه کې یوې خبري غونډې ته ځايي سوداګرو او سیاسی مشرانو هم وویل، د لارې بندېدلو له امله نه یواځې سوداګر زیانمنېږی، چې په زرګونو خلک هم بې کاره شوي دي.
دغه راز لاریون کونکو د پاکستان پارلمان کې د قبایلي سیمو پر استازو هم نېوکه وکړه، چې په وینا یې د لارې پرانیستلو لپاره یې خپل رول نه دی لوبولی.
د لارې بندېدلو له امله تر پنځو زرو ټېلر موټرونه بند دي، چې سوداګرو ته یې سخت تاوان اړولی او پر کارونو یې منفي اغیز کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین